
د شگوفې سفر او د "د هیلو پل" د بنسټ ایښودنې الهام
«د هیلو پل» یو ټولنیز او غیر انتفاعي بنسټ دی، چې له ولس څخه راټوکېدلی او د افغان کډوالې او د عدالت د تلپاتې ملاتړې، شگوفه امیني له خوا تأسیس شوی دی.
شگوفه په هغه خاوره کې سترګې وغړولې چې هلته د نجونو پرمخ د زدهکړو او پرمختګ دروازې په سیستماتیک ډول تړل شوې وې. لومړني درسونه یې نه په رسمي ښوونځي کې، بلکې د خپلې مور ماریا عطايي څخه زده کړل، هغه زړوره ښځه چې د یوې نجونو د لیسې مشره وه او د خپل وخت د تیارو پر وړاندې یې چوپ، خو نه ماتېدونکی مقاومت درلود.
کله چې طالبانو لومړی ځل په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، د ماریا چوپه زړورتیا د شگوفې په ذهن او روح کې د زدهکړې او عدالت ژوره ژمنه وکرله؛ ژمنه چې د وجود په رګونو کې یې د سکروټو په څېر سوېده، خو د ژوند ټول مسیر یې رڼا کړ.
په ۲۰۱۰ کال کې، شگوفې دا سخت تصمیم ونیو چې خپل هېواد پرېږدي، څو هغه حق ترلاسه کړي چې له هغې او زرګونو نورو افغانو نجونو څخه په ناحقه اخیستل شوی و. دا هجرت یوازې یو فرار نه و، بلکې یو شعوري مقاومت و؛ یو غلی خو ژور اعتراض، او له زړه سره یو عهد چې باید هر چیرې او هر وخت د نابرابرۍ پر وړاندې ودرېږي.
په تېرو پنځلسو کلونو کې، شگوفې خپل ژوند د ټولنو ترمنځ د پلونو جوړولو، د افغانو ښځو او نجونو د ځواکمنولو، او د یووالي او رغونې د فضا رامنځته کولو ته وقف کړی دی. د بېلابېلو ادارو او بنسټونو له لارې، هغې د مهاجرو او کډوالو د حقونو دفاع کړې، د زدهکړې، اقتصادي خپلواکۍ او رواني رغونې لارې پرانیستې، او تل یې د زغم او ځان بیا رغونې پر وړتیاوو ټینګار کړی دی.
«د هیلو پل» یوازې یو بنسټ نه دی، بلکې د هغه باور ژوندي انځور دی، چې شگوفه یې لري: دا چې هره ښځه، او هره ټولنه، د عزت، فرصت، او د خپل غږ د اورېدل کېدو حق لري.
دا پل، د همبستګۍ او زړورتیا سمبول دی؛ هغه زړورتیا چې د یو بل ډول نړۍ تصور امکانپذیر کوي.
نړۍ چې له زدهکړې نه رڼا اخلي، له خواخوږۍ نه رغېږي، او له ولاړېدو نه، بدلون مومي.
راځئ چې یو ځای کار وکړو
موږ سره اړیکه ونیسئ څو وکولی شو یو ځای کار پیل کړو.

